كابل- خدمتګار
نيويارك ټايمز له افغانستان څخه د امريكا د بريالي وتل لپاره په افغانستان كې ښه حكومتداري، د افغان امنيتي ځواكونو ښه روزل، له طالبانو سره خبرې، د افغان حكومت مالي ملاتړ، د ځانګړو ځواكونو پرېښودل او له پاكستان سره معامله كې ضروري بولي. ورځپاڼې په پرونۍ سرمقاله كې ليكلي، د افغان ماموريت پاى ته رسول پيل شوى دى او د دې لپاره چې دا دنده بريالى پاى ته ورسيږي امريكا ته په كار ده چې په افغانستان كې په ځايي او مركزي كچه د ښې حكومتدارۍ په برخه كې پرمختګ وكړي او د بې سوادۍ د كمولو او بډو درغليو د مخنيوي په لار كې ګامونه پورته كړي.
د ورځپاڼې په بار، امريكا ته په كار دي چى د افغان ځواكونو مالي ملاتړ او روزنه جاري وساتي. په ورته وخت كې دا هم زياتوي چې د دغو ځواكونو په روزلو په ملياردونو ډالر مصرف شول، خو له محدودو ټوليو پرته پاتې ټول بې سواده دي، مختلفې سياسي ګروهنې لري او نورې ستونزې هم لري.
ورځپاڼه زياتوي، كه څه هم د امريكا جمهوري غوښتونكى كانديد وسله والو طالبانو ته د ماتې وركولو خبرې كوي، خو د جګړې د ډګر قوماندانان دا كار ناشونى بولي او كه دا هڅه وشي، بيا به هم ډېر كلونه اوړي او ډېر پوځيان به وژل كيږي، ځكه خو د افغان كشالې د اواري لپاره سياسي حل غوره دى.
ورځپاڼه له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو په وتلو سره اقتصادي حالت اندېښمنوونكى بولي او غوښتنه كوي چې بايد له ۲۰۱۴ كال وروسته هم له دغه هيواد سره مالي مرسته وشي.
نيويارك ټايمز زياتوي، ولسمشر كرزي په دويم بن غونډه كې د ۲۰۲۵ كال پورې هر كال د لس مليارده ډالري مرستې غوښتنه وكړه او نړيوالو ملاتړو يې هم ومنله، خو دغو ملاتړو ته په كار دي چې پخپله ژمنه ودريږي او له افغانستان سره د ژمنې د پوره كولو لپاره پوخ پلان ولري.
ورځپاڼه په افغانستان كې د ۱۵ زره ځانګړو ځواكونو پاتې كېدل هم د امريكا د لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره ضروري بولي او زياتوي چې دغه ځواكونه به د القاعده او طالب پاتې شونو په ځپلو كې مرسته كوي او همدرانګه به د افغان ځواكونو په روزنه او له هغوى سره د استخباراتو په شريكولو كې همكاري كوي.
نيويارك ټايمز د خپلې سرليكنې په پاى كې له پاكستان سره د امريكا معامله مهمه بولي او زياتوي چې پاكستان د لسيزې په تېرېدلو سره بيا هم د لښتي دوه غاړې خوري او د امريكا په ملياردونو مرستو يې هم ذهن بدل نه كړ، خو بيا هم په كار دي چې واشنګتن پر اسلام اباد فشار واچوي او همكارۍ ته يې چمتو كړي.
يوې خوا ته د فساد او بلې خوا ته د ترهګرۍ جبهه
يكشنبه, ٣١ غويی ١٣٩١
سیاسي لوبه!!!؛ لیکوال: عبدالله کمال
شنبه, ٣٠ غويی ١٣٩١
پياوړي خاكساران او كمزوري كلانكاران
يكشنبه, ٣١ غويی ١٣٩١
د معارف د پلویانو پاڅون ؛ لیکوال:سید امیر سادات
شنبه, ٣٠ غويی ١٣٩١
د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له خدمتگار سره خوندي دي.